Loading...

Afghanistan

APA-LOGO-Final

Donate Now

×
×

حتی په جګړه کی ژوند پر مخ ځي

نو همدا اوس د خپلې عکاسۍ اثار د “حتی په جګړه کې ژوند پر مخ ځي” نندارتون ته وسپارئ. د افغانستان د عکاس اخستونکو ټولنه به د ژورنالېزم او رسنيو له نړيوال مرکز سره په همکارۍ دغه نندارتون په کابل او اوسلو کې ترسره کړي.

د دغه نندارتون لپاره به ۴۰ انځورونه  وټاکل شي، او غوره درې انځورونو ته به نغدي جايزه ورکړل شي.
همدارنګه  ۴۰ غوره شوي انځورونه به په پوښل شوې بڼه د سند سره يو ځای انځور اخيستونکي ته بيرته وسپارل شي.

موږ د څرنګه انځورونو په لټه کې يو؟

د افغانستان هغه انځورونه چې په تېرو لسو کلونو کې اخېستل شوي، د افغانستان په خلکو متمرکز وي او د خلکو ورځنی ژوند انځوروي. د خلکو انځورونه چې په بېلابېلو سکتورونو کې بوخت دي او د خپلې ټولنې ملاتړ او همکارۍ لپاره کار کوي. انځورونه کېدایشي پورټریټ يا منظرې وي.

د منل کيدو شرطونه:

  • په افغانستان يا بهر کې ميشت افغان عکس اخيستونکي
  • ۱۸ کلن يا يې عمر تر ۱۸ کلنو لوړ وي.
  • د آثارو مالکيت او د هغې حق خوندي ساتل په بشپړ ډول په هغه پورې اړه ولري او که چېرې ګډ اثر وي ، نو د بلې خوا څخه اجازه لازمي ده.
  • د غوره کېدلو په وخت کې وکولای شي غوره شوي عکسونه په اصلی لوړ کیفيت سره نندارتون ته وړاندې کړي.
  • دوی بايد په عکس کې د انځور شوي شخص لفظي يا په ليکل شوي ډول رضايت له ځان سره ولري.

د اثرونو د وړاندې کولو لارښود:

عکس اخيستونکي کولی شي لېست شوي توکي په يوه بسته کې دغه برښښناليک ته واستوي: submit@afghanistanpa.org

هغه توکي چی بايد واستول شوي:

  • غوښتنليک
  • د ۱ – ۱۰ پورې عکسونه د تفصيل سره. په تفصيل کې بايد لاندې ټکي شامل وي: ۱) په عکس کې د خلکو نوم او سرليک ، ۲) د عکس نېټه او سیمه ، ۳) د عکس لنډ تفصيل ، او ۴) د عکس اخېستونکي نوم.
  • عکسونه بايد د جی ای پي جي بڼه یا فارمټ کې وي او عکسونه بايد په مسلسل ډول سره نومول شوي وي. د بیلګی په توګه: AD-001 ، AD-002.
  • عکسونه بايد لږترلږه ۷۲ ريزولوشن او ۱۵۰۰ پيکسيل وي.

د انځورونو د استولو لپاره آخري نېټه د روان کال د مارچ په ۳۱ مه د کابل په وخت د مازديګر  ۴ بجې ده. د برېښناليک سریزه بايد وي: If there is a war, there is still life .

يادونه: ښځينه عکس اخيستونکې هڅول کيږي چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي.

د عکسونو نندارتون “حتی په جګره کې، ژوند پر مخ ځي” په ناروې کې د افغانستان سفارت په نوښت او په افغانستان کې د ناروې سفارت، د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ ، د اوسلو مرکزي پوهنتون (OsloMet) ، د آزادو خبرو بنسټ (اوسلو) او د نی موسسې (افغانستان) په مرسته تر سره کیږي.